خپل ژوند بدل کړئ! خپل مسلکي مهارتونه
!لوړ کړئ


اروپایی ټولنه او د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام(UNDP) افغان میرمنو ته په قزاقستان کی د زده کړی لپاره د ۲۰۲۰ میلادی کال د غوښتنلیک پروسه پیلوی!


د بورسونو دا پروګرام د اروپایی ټولنی له خو تمویل او د UNDP له خوا پلی کیږی!

په کانونو کی تخنیکی او مسلکی زده کړی(TVET)


څه
ته وایی؟TVET

تخنیکی او مسلکی زده کړی او روزنه د زده کړی او روزنی فعالیتونو د پوښښ لپاره یوه چاره ده. که تاسو غواړئ اضافي مهارتونو ته وده ورکړئ چې تاسو فکر کوئ ستاسو د مسلک لپاره اړین دي یا تاسو خپل اوسني مهارتونه د تعلیمی سند څخه لږه موده کې پیاوړي کړئ، نوبایدTVET ستاسی ټاکنه وی.

.د نوی مهارت یا مسلکي ودې دوام لپاره دی TVET

ولی TVET؟
ګړندی ټیکنالوجیکی بدلون غوښتنه کوي چې مسلکيان دی په دوامداره توګه خپله پوهه او مهارتونه نوي کړي.

جرمنی
47.2 فیصده (نږدې نیمایی نفوس) په 2016 کال کې رسمی مسلکي وړتیاوی ترسره کړی. په اروپا کې ډیری هیوادونه ، متحده ایالات او چین هڅه کوي د جرمنی د مسلکي زده کړې او روزنې موډل په خپلو هیوادونو کې پلی کړي.

د کوریا جمهوریت
نږدې 40٪ ثانوي زده کونکي یی اوس مهال په تخنیکي او مسلکي
زده کړو کی شامل شوی دی.
کاناډا
د تخنیکي او مسلکي زده کړې سیسټم کې ځلیدلی ده ډیری پوهنځی یی په
نصاب کې د TVET برنامې لری.

TVET خورا اقتصادي ګټې ترلاسه کوي. دا په لنډ وخت کې د مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونو په چمتو کولو سره د ځوانانو بې کاري کمولو کې مرسته کوي او بریالۍ مسلک پیلوی.

د بورس موده څومره ده؟

سپتمبر ۲۰۲۱ - می ۲۰۲۲
د TVET علمي برنامې:
یوه دوره تیوري ده، دوهمه دوره د عملي کار تجربه ده.
سپتمبر ۲۰۲۰ - می ۲۰۲۱
انګلیسي ژبې د بنسټ کورس، لومړنی روسی ژبه



څوک غوښتنلیک استولی شی؟

د افغانستان ملي میرمنې چی د لسانس یا ماسټرۍ سند لري او غواړی په کانونو کې د TVET برنامې له لارې خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړی.
د ټاکنی معیارونو کی د انګلیسی ژبی پوهه شامله ده ( د ابتدایی کچی څخه ټیټه نه وی)، همدارنګه د ټاکنی د کمټی غړو سره په بریالی توګه د مرکو بشپړول دی.
کاری تجربه امتیاز لری، مګر لازمی نه ده
ایا زه کولی شم په کانونو کې د TVET لپاره غوښتنلیک واستوم که چیری زما پخوانۍ زده کړې په کانونو کې نه وي؟
هو، تاسی غوښتنلیک استولی شی حتی که ستاسو پخوانی زده کړی په کانونو کی نه وی. څنګه چې TVET د مهارتونو نوی کول یا د مسلکي ودې دوام دی ، نو غوښتونکي کولی شي د اوسني مهارتونو او زده کړې لوړولو لپاره غوښتنلیک واستوی یا په دې برخه کې نوي مهارتونه ترلاسه کړي ترڅو په راتلونکي کې د نوي دندو فرصتونو لپاره د دوی چانسونه ډیر کړي.

(* د زده کړی پروګرام او د زده کړی رشته د کورس په هیڅ وخت کې نشي بدلیدلی)
کانونه څه ته وایی؟ کله چې زه له دی زده کړی څخه فارغ شم کوم مهارتونه به ترلاسه کړم؟
کانونه د طبیعي سرچینو د استخراج په اړه علم دی. د افغانستان ملي اقتصادي وده د استخراجي سکتور پیاوړتیا، د کانونو له استخراج څخه د عوایدو لوړول، د کانونو د عوایدو پایښت او وړاندوینې ته وده ورکول ، د تیلو او ګازو کشف پراختیا ته اړتیا لری. نوي ټیکنالوجی کارولو کې د میرمنو د روزنې ځانګړې علاقه شتون لري ، کوم چې کولی شي د دوی د کار فرصتونو ته وده ورکړي ، د خصوصي سکتور په ګډون.
زه به په کوم ځای کی زده کړه کوم؟
پوهنتون کی کانونه Kazakh-British Technical University تاسی به الماتی کی د
مطالعه کوی، د منځنی اسیا یو له غوره پوهنتونونو څخه دی. دا پوهنتون د صنعتی پارکونو سره ښی اړیکی لری، کوم چی زده کړیالانو لپاره د تخنیکی او مسلکی زده کړو په بهیر کی د عملی مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت برابروی.
د دواړو تیوریکي او عملي ماډلونو بشپړیدو وروسته، پوهنتون د پروګرام د بریا بشپړیدو سند ورکوی
https://www.kbtu.kz/en/ :په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ KBTU د

:بورسونه څه تر پوښښ لاندی نیسی

بورسونه یوازی د بورس ګټونکو لپاره لاندی ذکر شوی امکانات تر پوښښ لاندی نیسی:
د زده کړو مصرف
د اوسیدو ځای
د سفر لپاره ټکټ
میاشتنۍ تنخوا
.اضافی لګښتونه لکه د کورنی احتمالی افراد، د ماشوم په شمول د بورس تر پوښښ لاندی ندی

:د سیالی د ټاکنی پړاوونه

1
د غوښتنلیک استولو د پای ڼیټه د جون ۱۰، ۲۰۲۰ میلادی کال ، ماسپښین ۱:۰۰ بجه د افغانستان وخت (UTC +4: 30)

مهرباني وکړئ د "اړین اسنادو لیست" برخې په دقت سره ولولئ. یوازې لنډ لیست شوي کاندیدان به راتلونکي مرحلې ته راوبلل شي، د انګلیسي ژبی لیکلی ازموینه )؛
2

د انګلیسی ژبی لیکلی ازموینه
فارمټ او نیټه به ډیر ژر اعلان شي. یوازې لنډ لیست شوی کاندیدان به وروستي مرحلې ته)

راوبلل شي ، مرکه)؛
3
.(د ټاکنی د کمیټی غړو سره مرکه (ځای او نیټه به ژر اعلان شی

د اړین اسنادو لست*:

پاسپورټ او/یا تذکره
د غوښتنلیک فورم (مهربانی وکړی ډاونلوډ یی کړی)
:د فراغت سندونه د ترانسکریپټ په شمول، په لاندی ډول
.د ثانوی ښوونځی د بشپړیدو سند -
.د لیسانس سند. که د ماسټری سند لرئ ، نو مهرباني وکړئ ورسره یی یوځای کړئ -
- په دی سیالی کی د ګډون او یا د قزاقستان په جمهوریت کی د زده کړو لپاره د والدینو یا خاوند څخه لاسلیک شوی لیکلی تعهد
(اختیاری فورم کی)
په انګلیسي ژبه د هڅونی لنډ لیک
(له 300 ټکو څخه ډیر نه).
* ټول اسناد باید په انګلیسي وي یا په انګلیسي ژبه وژباړل شي. اسناد اړین دی چی په ډیر احتیاط سره سکن شی او د جون میاشت ۱۰، ۲۰۲۰ میلادی کال ، ماسپښین ۱:۰۰ بجه د افغانستان وخت (UTC +4: 30) پوری د ایمیل د موضوع په برخه کی د غوښتونکی د نوم او تخلص په انګلیسی ژبه لیکلو سره دی ایمیل ادرس apply@afghanwomenscholarship.kz ته واستول شی. ضعیف سکن شوی، په غلط ډول لیږل شوي اسناد یا په جزوي توګه ناتکمیله سندونه به ونه منل شي. یوازی د ټاکل شوې نیټی غوښتنلیکونه به په پام کې ونیول شي. د کاندیدانو د اړیکو جزئیات باید سم وي. کاندیدان به د بریښنالیک له لارې خبر شي که چیرې د دوی غوښتنلیک بریالی وي یا ناکام.
:اړیکی

که تاسی د غوښتنلیک او/یا وړتیا اړوند پوښتنی لری یا معلومات مو په کار وی نو مهربانی وکړی زمونږه سره په
.اړیکه ټینګه کړی apply@afghanwomenscholarship.kz دی ایمیل ادرس
د اروپایی ټولنی او د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام په استازیتوب تاسی ته د نیکمرغۍ هیله کوو!
دا پروژه د اروپايي ټولنی لخوا تمویل او د UNDP لخوا پلي کیږي
Made on
Tilda